۰

روسیه کې چورلکه لوېدلې او ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۵
روسیي رسنۍ وايي، د دغه هېواد یوه چورلکې د ښکته کېدو پر مهال غورځېدلې، چې له امله یې ۱۸ تنه سورلي وژل شوې ده.
روسیه کې چورلکه لوېدلې او ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي
روسیي رسنۍ وايي، د دغه هېواد یوه چورلکې د ښکته کېدو پر مهال غورځېدلې، چې له امله یې ۱۸ تنه سورلي وژل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنیو زیاته کړې، ایم ډي -۸ چورلکې د سایبریا د کراسنویارسک په سیمه کې د ښکته کېدو پر مهال سقوط کړی دی.

په راپورونو کې ویل شوي، چې په دې چورلکه کې ټول ۱۸ تنه سپاره و، چې وژل شوي دي.

ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې درې تنه د چورلکې خدمه هم شامله ده.

چورلکې تر لوېدو وروسته اور اخیستی او سوځېدلې ده.

د روسیې تاس خبري آژانس د روسي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه چورلکه په یوتي ایر شرکت پورې اړوند وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي