۰

د وینزویلا ولسمشر د بې پيلوټه الوتکې له برید روغ ووت

یکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د وینا پر مهال یوه بې پیلوټه الوتکه چاودلې، خو ولسمشر ته په کې کوم زیان نه دی اوښتي.
د وینزویلا ولسمشر د بې پيلوټه الوتکې له برید روغ ووت
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د وینا پر مهال یوه بې پیلوټه الوتکه چاودلې، خو ولسمشر ته په کې کوم زیان نه دی اوښتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وینزویلايي چارواکو ویلي، دا د ولسمشر نیکولاس مادورو د وژلو هڅه وه، خو ناکامه شوې ده.

ولسمشر مادورو پوځي مراسمو کې وینا کوله، چې پر مهال یې یو درنه چاودنه وشوه او بې پیلوټه الوتکه د مراسمو په ځای کې په هوا کې وچاودېده.

د وینزویلا د مخابراتو وزیر خورخي رودریګیز ویلي، دوې بې پیلوټه الوتکې،‌ له چاودېدونکو توکو ډکې وې، د ولسمشر د وینا مېز ته نږدې چاودلې دي.

که څه هم چارواکي وايي، په دغه وژونکې پېښه کې ولسمشر ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو ۷ پوځیان په کې ټپیان شوي دي.

د لاتینې امریکا دا هېواد په تېرو څو کلونو کې د سیاسي نارامیو او پراخو اعتراضونو شاهد و.

د وینزویلا د مخابراتو وزیر د دغه برید مسؤولیت د وینزوېلا پر مخالفو ښي اړخو اچولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي