د کرنې مسوولین وایي، په هرات کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او سږ کال په دغه ولایت کې ۱۲۰ زره متریک ټن انگور تولید شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هرات کې د انګورو د حلاصلاتو له زیاتېدو سره په لومړی ځل له دغه ولایت څخه په زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې د ریاست چارواکي وایي، د هرات باغدارانو تېر کال د انګورو څه باندې ۱۰۰ متریک ټن تر لاسه کړی وو، خو سږکال به د هغوی حاصل د ۱۲۰ زره متریک ټنو پورې ورسېږي.
د هرات د کرنې امر بشیراحمد احمدي ویلي، په روان کال کې نژدې اته زره هکتاره ځمکه د هرات باغدارانو د انګورو بوټو اېښودلو ته ځانګړې کړې چې کېدای شي د دې ولایت د انګورو حاصلات ١٥ سلنه نور هم زیات شي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي وايي، سږ کال د لومړي ځل له پاره څه باندې ۷۵۰۰ ټنه انگور له دې ولایت د پاکستان بازارونو ته صادریږي.
والي د دغه انګورو صادرېدل د هرات باغدارانو له پاره یوه ښه لاس ته راوړنه وبلل او وايي، دا به د دې ولایت د باغدارانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
جمهورخبري آژانس:کابل