د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیال میروسلاو جینکا وايي، یاد سازمان په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میروسلاو جینکا دغه څرګندونې پرون دوشنبې د زمري ۱۵ مه کابل کې د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیال سره لیدلي دي.
د سرچینې په وینا، عبدالله او جینکا د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو پر ټاکنو، په دې برخه کې د سیاسي حزبونو پر اندېښنو، له طالبانو سره د سولې خبرو او سیمه ییزو همکاریو بحث او خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي، جینکا د خپلو همکاریو د ډاډ تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې راتلونکي ټاکنې په شفافه توګه تر سره شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیال میروسلاو جینکا ویلي ملګري ملتونه تمه لري چې افغانستان کې به ټاکنې په شفافه توګه تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل