د روسیې مرستیال دفاع وزیر پاکستان ته تللی او د دغه هېواد له پوځي چارواکو سره یې د سیمې پر امنیتي وضعیت او یو لړ نورو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې Colonel General Alexander V. Fomin د پاکستان د پوخ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.
د پاکستان د دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د روسیې مرستیال دفاع وزیر او د پاکستان د پوخ مشر د سیمې پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.
سرچینه زیاتوي دغه راز په دې لیدنه کې پر دفاعي او امنیتي همکاریو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ترمنځ پر ګډې او همکاره تګلارې ټینګار شوی دی.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د روسیې او پاکستان اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې ښې شوې دي او دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی، چې روسي او پاکستان چارواکي سره ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل