د پکتیا ولایت د ټاکنو سیمه ییز کمېسیون یو شمېر کارکوونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کارکوونکي وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د مرکز ګردیز او د ولسوالیو کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
معترض کارکوونکي وايي، لږ تر لږه ۸ سوه کارکونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او که نور وځنډېږي نو دوی به په اعتراضیه حرکتونو او لاریونونو لاس پورې کړي.
د پکتیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نیږدي ۸ کارکوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
خو زیاتوي، چې ياده مسله، د دې کارکوونکو د کار موده او نور اړوند اسناد يې له مربوطه ادارې سره شريک کړي او هيله من دي چې ژر به د دې کارکوونکو معاشونه حواله شي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا