۰

کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

دوشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه یو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دي.
کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه یو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پلچرخي سیمه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوی، چې د یاد کمېسیون مخې ته د یو شمېر نوماندانو د پلویانو له خوا اعتراضیه غونده روانه وه.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي، یو تن ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د راغوندو معترضینو غونډې او خېمې ته ځان ورسوي، خو هدف ته نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه، چې ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی، چې ورسره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د کابل د پولیسو د ویاند په خبره په دغه برید کې یوازې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی او نور هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

هغه د بریدګر د هویت او په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخې ته نن د ملا ترخېل او د ځینو نورو هغه کسانو چې نومونه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له وروستي نوملړ څخه ایستل شوي، اعتراضیه غونډه درولوده.

اعتراض کوونکو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه غیر قانوني بللې او د خپلو غوښتنو د تر لاسه کولو له پاره یې د کمېسیون مخې ته خېمه درولې او د کمېسیون دروازې یې تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي