۰
دیپلومات نشریه:

طالبان پر سوله باور نه لري، غواړي د تاوتریخوالي له لارې ځان هدف ته ورسوي

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۲
دیپلومات نشریه په یوه مطلب کې لیکلي، پر غزني د طالبانو برید وښوده، چې دوی لا هم پر جګړه باور لري او غواړي خپلې موخې د تاوتریخوالي له لارې ترلاسه کړي.
طالبان پر سوله باور نه لري، غواړي د تاوتریخوالي له لارې ځان هدف ته ورسوي
دیپلومات نشریه په یوه مطلب کې لیکلي، پر غزني د طالبانو برید وښوده، چې دوی لا هم پر جګړه باور لري او غواړي خپلې موخې د تاوتریخوالي له لارې ترلاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه زیاتوي، سره له دې چې افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو د جګړې پر درېدو او سولې ټینګار کوي، خو طالبانو خپلې جګړې خونړۍ کړې دي.

نشریه وړاندې لیکي، طالبان ازبکستان ته لاړل او هلته یې د سولې په اړه له ازبېک چارواکو سره خبرې وکړې خو له دې سره یې خونړۍ جګړې وکړي او په غزني کې څو ورځې له افغان ځواکونو سره نښته روانه وه.

د نشریې په باور د طالبانو دغه بریدونه ښيي چې دوی لا هم د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره جګړه کاروي او غواړي د تاوتریخوالي له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

له دې سره تر څنګ نشریه وايي، د غزني خونړۍ جګړه دا هیلي هم له منځه وکړي چې ګواکي په راتلونکي لوی اختر کې دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

باید و ویل شي، چې طالبانو د تېرې پنشنبې په شپه په غزني ښار له څلورو خواو بریدونه پیل کړل او ځان یې د ښار تر منځ پورې ورساوه.

د رسیمي سرچینو د معلوماتو له مخې په جګړه کې تر ۱۱۰ پورې افغان سرتېري، ۴۰ ولسي وګړي او دغه راز ۳۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو ښايي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي.

په غزني کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منخ خونړۍ جګړې څلور ورځې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې غزنی ښار د اور په لمبو کې وسوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي