۰

ګردېز کې د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه

چهارشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۶
د کورنیو چارو وزارت وايي افغان پولیسو په پکتیا ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر په نیولو سره د یوه خونړي برید مخه ونیوله.
ګردېز کې د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت وايي افغان پولیسو په پکتیا ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر په نیولو سره د یوه خونړي برید مخه ونیوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پولیسو نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه د پکتیا مرکز ګردیز شار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د چاوېدونکو توکو ډک لارۍ موټر کشف او ونیوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، وسله والو طالبانو غوښتل د دغه موټر بم په واسطه په ګردیز ښار کې یو خونړی برید تر سره کړي او ولسي وګړي په وینو کې لتاړ کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې مخه ونیول شوه.

سرچینه زیاتوي، چې پولیسو موتر خنثی کړی او په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي او نور مهمات یې ترې تر لاسه کړي دي.

دا چې په دې تړاو څوک نیول شوي که نه د کورنیو چارو وزارت یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي