سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د راکت د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې شپږ ماشومې نجونې وژل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د زمري ۲۴ مه سهار شاخوا ۱۰:۳۰ بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د چهل ګزي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، دغه چاودنه د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ له امله رامنځ ته شوې، چې په کې شپږ ماشومې نجونې وژل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، دغه نجونو لوبو پر مهال د راکت دا ناچاودې مرمۍ ټکولې، چې چاودنه یې کړې او شپږ نجونې یې وژلې دي.
د لغمان د والي ویاند وايي، وژل شویو نجونو کې څلور تنه یې د یوې کورنۍ او دوه نور یې د بلې کورنۍ غړې دي.
جمهورخبري آژانس:لغمان