۰
ولسمشرغني:

پاکستان دې د غزني جګړه کې د پاکستاني وسله والو په اړه وضاحت راکړي

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غزني ولایت به جګړه کې د پاکستاني وسله والو په اړه د پاکستان د حکومت او په ځانګړي ډول له عمران خان څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.
پاکستان دې د غزني جګړه کې د پاکستاني وسله والو په اړه وضاحت راکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غزني ولایت به جګړه کې د پاکستاني وسله والو په اړه د پاکستان د حکومت او په ځانګړي ډول له عمران خان څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون جمعه د زمري ۲۶ مه د یوه پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته ولاړ او هلته یې له ولایتي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مخور او ولسي خلکو سره غزني کې د وروستۍ خونړۍ جګړې په اړه خبرې اترې وکړې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو شتون تایید کړ او ویې ویل، چې له دغه جګړې د ګڼو پاکستاني وسله والو مړي او ټپیان دغه هېواد ته وړل شوي دي.

ولسمشر و ویل«د پاکستان حکومت ته یو پیغام لرم او هغه دا دی، چې مړي یې د درول، پر جنرال باجوه غږ کوم چې پاکستان باید د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون په اړه وضاحت راکړي، او په عمران
ولسمشر و ویل«د پاکستان حکومت ته یو پیغام لرم او هغه دا دی، چې مړي یې د درول، پر جنرال باجوه غږ کوم چې پاکستان باید د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون په اړه وضاحت راکړي، او په عمران خان غږ کوم، چې له پلار او موره پښتون یې نو دغه موضوع تحقق کړه، چې ولې پاکستاني وسله والو په غزني کې جګړه کوله، ولې یې ټپیان په پاکستان کې درملنه کېږي.»
خان غږ کوم، چې له پلار او موره پښتون یې نو دغه موضوع تحقق کړه، چې ولې پاکستاني وسله والو په غزني کې جګړه کوله، ولې یې ټپیان په پاکستان کې درملنه کېږي.»

ښاغلي غني د غزني جګړې ته په اشارې سره و ویل، چې جګړې د سختوالي او زیاتېدو یو لامل دا دی، چې طالبان غواړي د سولې د مذاکراتو پر مېز د قوت لا لارې خبرې وکړي، چې په وینا یې هغوی غلته پوه شوي، ځکه افغانان په زور چا ته سر نه ټیټوي او نه هم جګړه د حل لار ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان، علماو، د اندونیزیا علماو، د سعودي عربستان په مکه معظمه او مدینه منوره کې دا جګړه حرامه وبلل شوه، نو طالبانو ته نور د جګړې مشروعیت نشته دی او رادشي د افغانستان د علماو سره دې په دې اړه بحث وکړي.

افغان ولسمشر د غزني خلکو او ولس ته ډاډ ورکړ، چې سولې ته ډېر نېږدې شوي یو خو په وینا یې دا سوله به په تور شپه، د پردې ترشاه او د نورو ستونزو زېږونکې نه وي، بلکې په رڼا ورځ به داسې سوله راځي، چې تل پاتې وي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې د غزني ښار د بیارغونې ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د دغه ښار پر بیا رغونه به ۲۰ میلیونه ډالر ولګول شي.

دغه راز هغه ټینګار وکړ، چې د غزني په جګړه کې د شوي غفلت په اړه به جدي پلټنې کوي او په رتلونکې کې به د دغه ډول ستونزو جدي مخنوی کوي.

باید و ویل شي، چې پر غزني ښار د تېرې وړمې پنشنې په شپه سلګونو وسله والو طالبانو د څلورو خواو بریدونه پیل کړل، چې جګړې پنځه ورځې دوام وکړ.

ویل کېږي، په دغه جګړه کې ۶۰ ولسي وګړي، ۱۴۵ افغان سرتېري او دغه راز ۵۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي، چې ډېری یې پاکستاني او نور بهرني جنګیالي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي