۰
سرخط ورځپاڼه:

د غزني جګړه دوه میاشتې مخکې پاکستان کې پلان شوې وه / آی اس آی دغه جګړه څلورو جبهو ته سپارلې وه

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۲
راپورونه وايي پر غزني ښار د طالبانو خونړی برید دوه میاشتې مخکې پاکستان کې پلان شوی و او د دغه هېواد استخباراتي ادارې آی اس آی دغه جګړه څلورو جبهو ته سپارلې وه.
د غزني جګړه دوه میاشتې مخکې پاکستان کې پلان شوې وه /  آی اس آی دغه جګړه څلورو جبهو ته سپارلې وه
راپورونه وايي پر غزني ښار د طالبانو خونړی برید دوه میاشتې مخکې پاکستان کې پلان شوی و او د دغه هېواد استخباراتي ادارې آی اس آی دغه جګړه څلورو جبهو ته سپارلې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرخط ورځپاڼې ته د افغانستان د ملي امنیت یوې باوري سرچینې ویلي، د يوې جبهې مشري زبير بن العوام کوله، د دهمې جبهې مشري خالد بن ولید کوله، درېیمې جبهې مشري د عمر الخطاب په مستعار نوم طالب قوماندان کوله او څلورمه جبهه هم د المنصور په نوم وه، چې په حقاني شبکې پورې اړه لري.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د زبیر بن العوام په مشرۍ جبهه کې ۱۲۰ جګړه مار و، چې تر نيمايي‌ زيات یې د پاکستان د پنجاب ايالت د ګوجرانواله او کم يې د خيرپښتونخوا اوسېدونکي وو.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي د خالد بن ولید په نوم جبهه کې ۹۰ کسه جګړه مار و، چې مشر یې د پاکستان د اېبټ آباد سیمې اوسېدونکی او جګړه مار یې ټول د لښکر طیبه وسله والې ډلې غړي وو.

سرچینه زیاتوي د عمر بن الخطاب په مستعار نامه د طالب قوماندان په جبهه کې بیا ۷۷ کسان و، چې زیاتره یې په خټک قوم پورې اړه درلوده او نور په کې د زرمت، او کندهار جنګیالي هم وو.

د المنصور جبهه چې په حقاني شبکې پورې یې اړه درلوده ۱۲۰ جګړه مار یې درلودل، چې ډېری یې د پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل او جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وو.

ملي امنيت وايي،‌ د غزني‌ د بريدونو په اړه يې لا هم څېړنې روانې دي او ژر به د مالوماتو تر بشپړولو وروسته، دا او نور اړوند مالومات له اسنادو سره يو ځای پاکستان ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسمشر محمد اشرف غني هم غزني ولایت کې د وینا پر مهال دا خبره تایید کړه چې د غزني په جګړه کې ګڼو پاکستاني وګړو برخه درلوده.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال جاوید قمر باجوه او د پاکستان د نومي لومړي وزیر عمران خان څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د غزني په جګړه کې د پاکستاني وسله والو د شتون په اړه وضاحت ورکړي.

دغه راز تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې ځینو پاکستاني سیاستوالو هم د پاکستان له حکومته د غزني په جګړه کې د پاکستاني جګړه ماور د ښکېلتیا په اړه وضاحت غوښتی دی.

باید و ویل شي، چې وسله والو طالبانو د وړمې پنشنبې په شپه د غزنی پر ښار له څلورو اړخونو بریدونه پیل کړل، چې جګړې پنځه ورځې دوام ورکړ.

په دغه جګړه کې د چارواکو په خبره د ۶۰ ولسي وګړو، ۱۴۵ افغان سرتېرو او ۵۳۳ طالبانو د وژل کېدو سربېره لسګونه نور کسان ټپیان شوي او غزنی ښار د اور په لمبو کې سوځېدلی، چې میلیونونه ډالر زیان وراوښتی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي