۰

طالبانو د غزني د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان وژلی دی

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان لومړى څارن نجيب الله کوهبندي وژلی دی.
طالبانو د غزني د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان وژلی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان لومړى څارن نجيب الله کوهبندي وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کوهبندي پرون شنبې د زمري ۲۷ مه له خپل یوه ملګري سره له غزني د کابل پر لور روان و، چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې طالبانو له موټره ښکته کړی او وژلی دی.

ویل کېږي کوهبندي یو له هغو کسانو نه و، چې پر غزني ښار د برید پر مهال یې له وسله والو طالبانو سره کلک مقاومت کړی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي