۰

ټرمپ له سوریې سره د ۲۳۰ میلیونه ډالرو مرسته لغوه اعلان کړه

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د بیارغونې له پاره د امریکا هغه ۲۳۰ میلیونه ډالر مرسته لغوه اعلان کړه، چې وړاندې یې د تر سره کولو ژمنه کړې وه.
ټرمپ له سوریې سره د ۲۳۰ میلیونه ډالرو مرسته لغوه اعلان کړه
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د بیارغونې له پاره د امریکا هغه ۲۳۰ میلیونه ډالر مرسته لغوه اعلان کړه، چې وړاندې یې د تر سره کولو ژمنه کړې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په یوه خنده لرونکي ټوېټر کې دغه مرسته اعلان کړې او ویلي یې دي، نور هېوادونه باید له سوریې سره مرسته وکړي.

هغه نن یکشنبې د زمري ۲۸ مه په خپل ټوټېر لیکلي«امریکا نور د سوریې د بیارغونې له پاره د کال ۲۳۰ میلیونه خندونکې مرستې ته د پای ټکی کېښود.»

په دې څرګندونو سره ټرمپ د سوریې بیارغونې په برخه کې هېڅ مسوولیت په غاړه وانخست او ویلي یې دي، چې د امریکا پر ځای به سعودي عربستان او د منځنۍ آسیا نور بډایه هېوادونه مرسته وکړي.

د رسنیو د رپورونو له مخې ټرمپ زیاته کړې، چې دوی نور امریکا، پوځ او هغه هېودوانو سره مرسته کوي، چې له دوی سره مرسته کوي.

ویل کېږي، چې د سوریې د بیارغونې په برخه کې د امریکا مرستې د پخواني بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن په وخت کې طرحه شوې وې، خو ټرمپ د دغه موضوع په خبرېدو سره لومړی هغه وځنډول او اوس امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ اداره په پام کې لري، چې نور سوریې سره خپلې هر ډول مرستې ودروي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي