۰

هند هم د مسکو په غونډه کې د ګډون په اړه زړه نا زړه دی

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مسکو په غونده کې د امریکا او افغانستان تر نه ګډون وروسته هند هم زړه نا زړه دی، چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي که نه.
هند هم د مسکو په غونډه کې د ګډون په اړه زړه نا زړه دی
د مسکو په غونده کې د امریکا او افغانستان تر نه ګډون وروسته هند هم زړه نا زړه دی، چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي که نه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په ۴ مه نېټه مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

دغه غونډې ته د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ګډون، د امریکا، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو او دغه راز د طالبانو استازي هم وربلل شوي دي.

ویل کېږي، چې په دغه غونده کې به طالبان او دغه راز د افغانستان ګاونډي او یو شمېر نور سیمه ییز هېوادونه ګډون وکړي، خو افغانستان او امریکا په دغه غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه غونډې ته د طالبانو بللو ته اړتیا نشته، ځکه افغان حکومت هغوی ته د سولې جامع طرحه وړاندې کړې او په همدې خاطر د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

بل خوا امریکا هم ویلي، په دغه غونډه کې ځکه ګډون نه کوي، چې له افغان سولې سره دغه ډول کنفرانسونه مرسته نه شي کولی.

د افغانستان او امریکا تر انکار وروسته اوس هند هم دوه زړی شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر دې دمه یې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي