افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کروشیا له ولسمشرې سره په لیدنه کې ویلي، چې ترهګرۍ ټولې نړۍ ته ګواښ دی او ټول یې باید پر وړاندې مبارزه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن یک شنبې د وږي ۴ مه په خپل دفتر کې د کروشیا له ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتاروویچ سره ولیدل او پر ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عبدالله د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د کورشیایي سرتېرو له قربانیو مننه او قدردانی وکړ او په دې شرایطو کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره د کروشیایي سرتېرو قربانۍ د قدر وړ بللې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ټاکنو د امنیت او سولې په برخه کې د یادو سرتېرو موجودیت د پام وړ مهم دی.
هغه د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي، چې سیاسي ثبات او غوره حکومتولي له فساد سره د مبارې په برخه کې خورا ممهم رول لري.
اجرائیه رییس زیاته کړې، چې تروریزم یو نړیوال ګواښ دی او له دې پدېدې سره مبارزه د ټولې نړۍ مسؤلیت دي.
باید و ویل شيو چې د کورشیا ولسمشرۍ پرون په مزار شریف کې له خپلو سرتېرو سره تر لیدنې وروسته نن کابل ته راغلې ده.
هغې په مزار کې خپلو سرتېرو ته د وینا پر مهال ویلي، چې تروریزم ټوله نړۍ ګواښي او په خبره یې د افغانستان امن سوله او ثبات د ټولې نړۍ لپاره مهم دی.
د کروشیا ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتاروویچ خپلو سرتېرو په خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې دې هیڅ راز هڅې نه سپموي.
جمهورخبري آژانس:کابل