۰

له اروپايي ټولنې د عبدالله ګیله، ولې مو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې مکتوب په خپرولو سره د اروپايي ټولنې څخه ګیله کړې، چې ولې یې ولسمشر محمد اشرف غني ته د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.
له اروپايي ټولنې د عبدالله ګیله، ولې مو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې مکتوب په خپرولو سره د اروپايي ټولنې څخه ګیله کړې، چې ولې یې ولسمشر محمد اشرف غني ته د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر  له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي مکتوب کې په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي مارک پوتزل ته لیکل شوي، په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې تاسو د ده په وینا متقلب ټیم ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

په دغه مکتوب کې زیاته شوې، دغه څه د افغانستان د خلکو او انتخاباتي ټیمونو د توقع خلاف دریځ دی، چې د اروپايي ټولنې د بې پرېتوب موضوع تر سوال لاندې راولي.

په یاد مکتوب کې ویل شوي، اروپايي ټولنه په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان یو قومي متحد او په بېلا بېلو برخو کې یې د افغانستان له خلکو سره همکاري کړي ده.

مکتوب وایي، دغه ټولنې دغه راز په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې هم د انتخاباتي پروسې ملاتړ کړي، چې د افغانستان خلکو په خپل وار ترې مننه کړې ده.

مکتوب وایي، په خواشنۍ سره چې د افغانستان انتخاباتي کمېسیونونو د یوه انتخاباتي ټیم د ګواښونو، تطیمع په خاطر د انتخاباتي قوانیو، کړنلارو او طرز العملو او ولسواکۍ خلاف یو نوماند د تقلبي رایو پر مټ د ټاکنو د لومړي پړاو ګټونکی اعلان کړ، چې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی.

په دغه مکتوب کې ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي، تمه ده چې د اروپايي ټولنې کابل مېشتی پلاوی په دې اړه لازم توضحیات ورکړي، او خپل دریځ د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

د یادونې ده، اروپايي ټولنې ولسمشر غني ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ویلې ده او ډاډ یې ورکړی، چې دغه ټولنه به د ښاغلي غني تر مشرۍ لاندې نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

دغه راز د یادنې ټولنې د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ لوړ پوړي استازي جوسیپ بوریل هم ولسمشر غني ته تلېفون کړی او د ټاکنو ګټلو مبارکي یې ورکړې ده.

اعلامیه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو کار هم ستایل شوی او ویلي یې دي، اروپايي ټولنه د ټاکنو د نظم ادارې ستايي چې د ننګونو سره یې خپل کار وکړ.

همدارنګه جوسیپ بوریل ویلي، اروپایي ټولنه تل په افغانستان کې د اساسي او اداري کاري چوکاټونو ملاتړ کړی دی.

نوموړي د ښاغلي غني دا ژمنه هم ستایلې، چې داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل وي.

دغه اروپایي چارواکي ټینګار کړی چې تر دې وروسته مهم اقدام باید د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره د یووالي یقیني کول وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې اروپايي ټولنه د سولې پروسې ملاتړ ته چمتو ده او د سولې دا فرصت باید د لاسه ورنه کړل شي.

بوریل زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې په اوږ مهال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د قانون حاکمیت لا قوي شي چې دا د ټول افغان ولس اساسي حق دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي