۰

د عبدالله پلویانو د سرپل د والي پر دفتر حمله کړې او نیولی یې دی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر پلویانو د سرپل ولایت د والي پر دفتر حمله کړې او د ولایت مقام ودانۍ یې نیولې ده.
د عبدالله پلویانو د سرپل د والي پر دفتر حمله کړې او نیولی یې دی
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر پلویانو د سرپل ولایت د والي پر دفتر حمله کړې او د ولایت مقام ودانۍ یې نیولې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړي محمد آصف صادقي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د عبدالله پلویانو نن شنبې د کب ۳ مه د سرپل د والي پر دفتر هجوم وروړی، د ولایت مقام یې نیولی او د ولسمشر غني انځورونه یې راکوز کړي دي.

هغه و ویل«د ثبات او همپالنې ټیم یو شمېر غړو نن سهار د والي دفتر نیولی، د ولسشمر غنی عسکونه یې راکوز کړي، تر څو ساعته پورې د دوی په وینا یو لړ مراسم لري د عبدالله تر مشرۍ لاندې ولایتي حکومت اعلانوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د سرپل والي او امنیه قوماندان مهال په کابل کې دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي د جنرال دوستم پلوي وسله وال د ولایت شاوخوا راټول شوي، او پر دغه دفتر د هجوم وروړنکو کسانو ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی ولسمشر محمد اشرف غني ټاکلی خو عبدالله یې نه مني او وایي، په ټاکنو کې درغلي شوې او دی به ځان ته موازې حکومت جوړ کړي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي