۰
سیګار:

افغانستان کې ځانمرګی بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار چارواکي وايي، دغه هېواد کې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې په بې سارې توګه زیات شوې دي.
افغانستان کې ځانمرګی بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار چارواکي وايي، دغه هېواد کې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې په بې سارې توګه زیات شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په خپل تازه راپور کې چې پرون سه شنبې د وږي ۶ مه خپور شوی راغلي، چې په افغانستان کې هدفي وژنې او غلچکي بریدونه ۳۵ سلنه زیات شوي دي.

دغه راز د یادې ادارې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ځانمرګي بریدونونه هم په افغانستان کې ۷۸ سلنه زیات شوي او همدارنګه په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د تېر کال په پرتله کړکېچن شوی دی.

سیګار زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ میلادي کال د فبرورۍ د ۱۵ مې نېټې نه د مۍ میاشتې تر ۱۵ مې پورې په ټول افغانستان کې ۵۶۷۵ امنیتي پېښې ثبت کړې، چې د ۲۰۱۷ کال د همدې دورې په پرتله ۷ سلنه کموالی په کې راغلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په اوسط ډول په ټول افغانستان کې هره ورځ له ۶۳ زیاتې امنیتي پېښې رامنځ ته کېږي په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه ۶۹ سلنه وه، او هره ورځ نېږدې ۳.۳ امنیتي پېښې ثبت کېدلې.

د سیګار په راپور کې راغلي، چې وسله وال بریدونه د امنیتي پېښو ۶۴ سلنه جوړوي، چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله بدلون نه دی کړی، خو له چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستنه کې کموالی راغلی او دا پېښې ۱۵ سلنه د ټولو امنیتي پېښو جوړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي