۰

چین په افغانستان کې د پوځي اډې جوړول رد کړل

پنجشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د چين د بهرنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په شمال کې يې د يوې پوځې اډې جوړولو کار پيل کړى دى.
چین په افغانستان کې د پوځي اډې جوړول رد کړل
د چين د بهرنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په شمال کې يې د يوې پوځې اډې جوړولو کار پيل کړى دى.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د ساوت چينا مارنېنگ پوسټ په نوم چينايۍ ورځپاڼې راپور ورکړی و، چین غواړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یو پوځي روزنیز مرکز یا پنډغالی جوړ کړي.

ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې دا پوځي روزنيز پنډغالي د بدخشان په واخان سيمه کې جوړ شي چې لګښت يې چين ورکوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د پنډغالي د جوړېدو چارې پیل شوې او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت دا اوازې او راپورونه رد کړي او وياندې هوچون ينګ په بيجينګ کې خبريالانو ته ويلې چې دغه راپورونه حقيقت نه لري او ناسم دي.

نوموړې زياته کړې چين تر اوسه افغانستان ته د خپلو سرتېرو لېږلو کوم پلان نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي