۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د نوماندانو تبلغاتي پوسټرونه له کابل ښاره ټول شوي دي

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د یو شمېر نوماندانو چې له وخته وړاندې یې کابل ښار او ځینو ولایتونو کې خپل تصویرونه او پوسټرونه ځوړند کړي و، ټول شوي دي.
د نوماندانو تبلغاتي پوسټرونه له کابل ښاره ټول شوي دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د یو شمېر نوماندانو چې له وخته وړاندې یې کابل ښار او ځینو ولایتونو کې خپل تصویرونه او پوسټرونه ځوړند کړي و، ټول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کمېسیون زیاتوي، د دغه نوماندانو د تصویرونو ټولو پرېکړه یې ځکه کړې، چې دا د ټاکنیز قانون له مخې تر وخت وړاندې کمپاین بلل کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي نن چهارشنبې د وږي ۱۴ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د دې تصویرونو او پوسټرونو څخه په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې ټول شوي او پاتې نور هم د ټولېدو په حال کې دي.

که څه هم هاشمي د دغه چارو د ترسره کوونکو نوماندانو سره د چلند په اړه څه ونه ویل، خو وړاندې له دې کمېسیون ګواښ کړی و، چې هر نوماند که د ټاکلې نېټې څخه وړاندې کمپاین وکړي، له قانونه سرغړونه بلل کېږي او مسؤول کس به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د نوماندانو د تصویرونو او پوسټرونو د ټولو خبر ورکوي، چې همدا اوس هم د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې ځینو نوماندانو خپل تصویرونه او نور پوسټرونه ځړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي