د بادغیس د ولایتي شورا یوه استازې وايي، د دغه ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۱۱ افغان پوځیان وژل شوي دي.
دا خبره د بادغیس د ولایتي شورا غړې مونسه قاداري
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د آبکمري ولسوالۍ مرکز ته نېږدې د افغان پوځیانو پر یوه پوسته برید وکړ.
نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو په لومړي برید کې درې افغان پوځیان وژل شوي خو کله چې پاتې نورو اتو سرتېرو تکتیکي شا تګ کړی د طالبانو په کمین کېوتي او هغوی هم وژل شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا دغه استازې وايي، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده معلومه.
د بادعیس سیمه ییزه او امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم طالبانو کوم غبرګون ښودلی.
جمهورخبري آژانس:غور