په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه د بورکې ولسوالۍ د منګلو په سیمه کې پر طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو یو سراچه موټر په نښه شو، چې په کې د بورکې له پاره طالب ولسوال مولوي سیف الدین مشهور په حذیفه و وژل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له مولوي حذیفه سره ۹ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بغلان