د پاکستان یوې محکمې د دغه هېواد د مخکني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د نیولو حکم صادر کړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې راپورنه وايي، د عباسي د نیولو حکم د لاهور یوې محکمې صادر کړی دی.
پر عباسي تور دی، چې د امنیت شورا د یوې غونډې جزیات یې له محکوم شوي پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره شریک کړي دي او د دې کار له امل هیې مدني تولنو محکمې ته شکایت کړی دی.
ویل کېږي محکمې له نوموړي غوښتي چې د قاضیانو ځوابونه ووایي خو عباسي نه دی حاضر شوی.
د عباسي له دغه چلند وروسته قاضي د هغه د نیولو حکم صادر کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل