د کونړ ولایت د ناړې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د پاکستان له خوا پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو او توغندیزه بریدونو په غبرګون کې لاریون کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون شنبې د وږي ۲۴ مه شوی او لاریون کوونکي ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا پر دغه کرښه د اغزن تار غځولو چارې پیل کړې دي.
لاریون کوونکو د پاکستان ضد شعارونه ورکول او له پاکستان یې وغوښتل، چې د اغزن تار غځول او راکټي بریدونه ودروي.
دوی ګواښ وکړ، چې که پاکستان د اغزن تار غځولو ته ادامه ورکړي او راکټي بریدونه ونه دروي، نو پر وړاندې به یې جهاد اعلان کړي.
د لاریون کوونکو په وینا د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه یو له بله نه شلېدونکي دي، مړي او ژوندي لري، او پاکستان یې د دغه تار په غځولو سره نه شي بېلولای.
لاریونوال وايي، د یادې ستونزې د حل له پاره نړیواله ټولنه او افغان حکومت ژر اقدام ونه کړي نو دوی د پاکستان د سرغړونو د مخنیوي له پاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.
یو تن لاریونوال ویل«نور د پاکستان له غیر قانوني او غیر انساني کړنو تر پوزې راغلي یوو دا ځل یې پر ضد جهاد اعلانوو.»
بل خوا لاریون کوونکو دا هم ویل، چې د کوزې پښتونخوا اوسیدونکي هم د ډیورند کرښې او پر هغه د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو جوړولو خلاف دي.
خو په وینا یې هغوی محکوم دي چې که غږ پورته کوي د پاکستان او استخباراتي ادارو لهخوا وژل کېږي.
کونړ لاریون کوونکي ټنیګار وکړ، چې که حکومت د پاکستان پوځ حرکتونه او اغزن تار غځولو مخه نهشي نیولی، نو ولسونه د خپل کوتک، ټوپک او تبرګي سره نر او ښځې راپاڅيږي او د پاکستان د پوځ په خلاف به جهاد پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کونړ