۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

د ځمکې له لارې مو د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرۍ ته تیاری نه دی ښودلی دی

دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، کابل کې د امریکا د سفیر هغه خبره رد کړې، چې ګنې پاکستان د افغانستان او هند تر منځ د ځمکې له لارې سوداګرۍ ته چمتوالی ښودلی دی.
د ځمکې له لارې مو د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرۍ ته تیاری نه دی ښودلی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، کابل کې د امریکا د سفیر هغه خبره رد کړې، چې ګنې پاکستان د افغانستان او هند تر منځ د ځمکې له لارې سوداګرۍ ته چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفیر جان باس وړاندې ویلي وو چې اسلام اباد د پاکستان له لارې د افغان- هند سوداګرۍ لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

باس د هند له ایکانومیک ټایمز سره مرکه کې زیاته کړې وه، چې د اسلام اباد چارواکو څو میاشتې مخکې د نوي ډېلي او کابل ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د لارې پرانیستلو په تړاو له افغان چارواکو سره د خبرو هیله کړې ده.

دغه امریکايي ډيپلوماټ دا هم ویلي و، چې افغانستان کې سیاسي ټیکاو د پاکستان په ګټه دی او د دواړو لورو ترمنځ سوداګري زیاتېدلو سره منځنۍ او سوېلي اسیا کې اړیکي لا ښه کېږي.

کابل کې د امریکا سفیر زیاته کړې وه، چې افغانستان کې د هندي کمپنیو پانګونه زیاتېږي او دغه هېواد کې سوله او ټیکاو پاکستان ته اوږدمهالې ګټه لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بي بي سي سره په مرکه کې د باس دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، اسلام آباد د ځمکې له لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرۍ ته تیاری نه دی ښودلی دی.

قریشي ویلي«څه چې تاسو وايۍ، ما چي معلومات وکړل، سره له دې چې یکشنبه ده، دفتر بند دی، خو له سرسري معلوماتو وروسته ماته وویل شول، چې داسې کوم پرمختګ نه دی شوی.»

د قریشي له خبرو داسې ښکاري چې پاکستان له افغانستان سره د ځمکې له لارې هند ته د سوداګرۍ اجازه نه ورکوي او وايي، له ټرانزېټ سوداګرۍ مخکې باید تخنیکي او ستراتیژیکې مسلې حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد نوي لومړي وزیر عمران خان د واک تر لاسه کولو وروسته و ویل، چې حکومت به یې د ګاونډیو هېوادونو په تېره د افغانستان او هند سره د اړیکو په تېره سوداګرۍ برخه کې د پرمختګ لپاره هر ممکن کوشش کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي