۰
جان بولټن:

امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ ده

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان د پرمختګ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ ده
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان د پرمختګ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بولټن دغه څرګندونې له خپل افغان سیال ډاکتر حمدالله محب سره په لیدنه کې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پرون په واشنګټن کې سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب امريکا ته په يوه رسمي سفر تللى.

خبرپاڼه وايي، نوموړي له خپل امریکايي سره سیال سره خبرو کې دسولې له بهير څخه د سيمې د هېوادونو ملاتړ مهم و باله.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي محب  په هغو هېوادونو يې د زيات تمرکز غوښتنه وکړه، چې د خپلو ګټو په موخه د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته نه کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له بې سارې سرښندنې قدرداني کړې او د سيمې په کچه يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برياليتوب کې د مشترکې اجماع په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

بولټن ويلي، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ستراتېژۍ د لا موثريت او اغېزمنتيا په موخه په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي