۱
نیوزویک:

ښايي ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهال وېش وټاکي

شنبی ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۷
نیوزویک مجلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه یو مطلب خپور کړی او وايي، ښايي ټرمپ له دغه هېواد د خپلو پوځیانو د ایستلو مهال وېش وټاکي.
ښايي ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهال وېش وټاکي
نیوزویک مجلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه یو مطلب خپور کړی او وايي، ښايي ټرمپ له دغه هېواد د خپلو پوځیانو د ایستلو مهال وېش وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مطلب چې نیوزویک په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا د اولسم کال د بشپړېدو په مناسبت لیکلي په راغلي، ویل کېږي د امریکا ولسمشر غواړي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره یو مهالوېش وټاکي چې په ۲۰۲۰ کال کې به پیل شي.

د مجلې په بارو ښايي ټرامپ دغه کار د امریکا د کانګرس له منځنیو ټاکنو وروسته چې راتلونکې نومبر میاشت کې کېږي، تر سره کړي.

خو د افغانستان او عراق په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د اوږدې مودې سلاکار انتوني کورډسمن مجلې ته ویلي، په امریکا کې له افغانستانه د چټک وتلو او په دغه هېواد کې د پراخ پوځي حضور ملاتړي نشته.

انتوني کورډسمن  زیاته کړې، چې د امریکايي ځواکونو نوي قوماندان په دنده نوی پیل کړی او ډونلډ ټرمپ به د هغه ارزونې ته انتظار کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د پخواني همغږي کوونکي سیت جونز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه خبردارۍ ورکړی دی.

نوموړي مجلې ته ویلي که امریکايي ځواکونه په چټکۍ له افغانستانه و وځي نو له شک پرته ډېر ناوړه پایلې به ولري، ځکه د طالبانو په پرمختګ سره دغه هېواد د جهادي ډلو په مرکز بدلېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي