۰
ولسمشرغني:

د ټاکنیزو دفترونو تړلو له پاره هېڅ دلیل د منلو نه دی

یکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې ټاکنې به له قانون سره سمې پر وخت تر سره کېږي او د ټاکنیزو دفترونو تړلو له پاره هېڅ دلیل د منلو نه دی.
د ټاکنیزو دفترونو تړلو له پاره هېڅ دلیل د منلو نه دی
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې ټاکنې به له قانون سره سمې پر وخت تر سره کېږي او د ټاکنیزو دفترونو تړلو له پاره هېڅ دلیل د منلو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د وږي ۳۱ مه ماښام مهال د ټاکنو د امنیت په تړاو په جوړه شوې امنیتي غونډه کې وکړه او په ځینو ولایتونو کې یې د ټاکنیزو دفترو پر تړل کېدو سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر د ټاکنو د کمېسیون له خوا د ټاکنو د ترسراوي له پاره د تخنکي شرایطو برابرولو په پار مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې حکومت چمتو دی، چې د کمېسیون د هر ډول مالي امکاناتو به برابرولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي غني د کمېسیون له خوا په بایو متریک سیستم د رایو ورکول د ټاکنو د شفافیت په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د موږ او طالبانو تر منځ توپیر همدې کې دی، چې موږ د خلکو په رایه تکیه کو او طالب پر ټوپک تکیه کوي.

ولسمشر خبردارۍ ورکړ، چې د امنیتي او دفاعي منسوبینو په ګډون هېڅوک په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري او د مداخلې په صورت کې به قانون پرې پلی شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له قانون سره سم به د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت تر سره کېږي او ټول ټاکنیز دفترونه به خلاص وي او د دغه دفترونو د تړلو له پاره هېڅ دلیل د منلو نه دی.

په غونده کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا له امنیتي ارګانونو د کلک ملاتړ د غوښتنې او امنیت د ټینګښت تر څنګ و ویل، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

هغه د نوماندانو او رایه ورکوونکو د امنیت په خوندیتوب ټینګار تر څنګ و ویل، هغه څوک چې غواړي ټاکنې کډودې او اخلال کړي پر وړاندې یې باید جدي ګامونه پورته شي.

په ورته وخت کې د پوخ مشر جنرال شریف یفتلي او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له پاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ.

دواړو امنیتي چارواکو د ټاکنو کمېسیون او دغه راز ولس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به هڅه وکړي، چې د ټاکنو په ورځ امنیت خوندي کړي.

بل خوا په دغه غونډه کې د ناټو د پرېکنده ماموریت استازي جنرال اندریو پوپاس و ویل، چې دوی به هم د ټاکنو د امنیت په خاطر خپل ټول امکانات له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ټاکنو د امنیت په برخه کې وکاروي.

هغه و ویل، دوی چمتو دي، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په تفاهم د ټاکنو د امنیتي پلان په پلي کولو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي