د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د سړک د غاړې د یوه بوشکه يي ماین په کشفولو سره د یوې درنې چاودنې مخنیوی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د تلې اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بوشکه یي ماین د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړای شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي ترهګرو دغه ماین د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو په کلي کې د سړک د غاړې خښ کړی و او غوښتل یې یوه خونړۍ پېښه رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل