د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پیل کړي ماموریت بریا په دې کې ده، چې د سولې په برخه کې عملي همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رباني دغه څرګندونې په نیویارک کې د جینوا د راتلونکي کفنرانس په اړه د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې سوله د افغان حکومت او افغان ولس لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې، چې حکومت او ولس د سولې له پاره تر خپله وسه هڅې کړې خو لا هم د سولې له پاره ټاکنو هدفونو ته نه دي رسېدلي.
صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې هېڅ راز مرستې ونه سپموي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پیل کړي ماموریت بریا په دې کې ده، چې د سولې په برخه کې عملي همکاري وکړي.
رباني ویلي د جینوا په راتلونکې غونډه کې به هم له ټولو نړیوالو متحدینو وغواړي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او د سولې لپاره خپلې عملي تجربې او نظریات له افغان حکومت سره شریک کړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې افغان حکومت د سولې لپاره د هڅو تر څنګ د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته هم ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل