ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې د افغان پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د تلې ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په پېچ دره کې پر داعش بمبار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴ داعشیان وژلش وي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل