۰

ولسمشر بغلان او قندوز کې د غیر مسووله وسله والو پر وړاندې د جدي اقدام امر کړی

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړي، چې په بغلان او قندوز ولایتونو کې د غیر مسووله وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ولسمشر بغلان او قندوز کې د غیر مسووله وسله والو پر وړاندې د جدي اقدام امر کړی
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړي، چې په بغلان او قندوز ولایتونو کې د غیر مسووله وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۳ مه مازیګر مهال ارګ کې د بغلان او قندوز قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کې کړې دي.

سرچینه وايي، په دغه ناسته کې لومړی د بغلان او قندوز مشرانو په ولایتونو کې د شته ستونزو او اړتیاو په اړه معلومات وړاندې او غوښتنې یې وکړې.

قومي مشرانو له ولسمشر نه په ملکي او نظامي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو، د خپلسرو وسله والو ، غصب او د کانونو د غیر قانوني کېندنو او قاچاق د مخنیوي، د ناامنه ولسوالیو د امنیت د تامین، ټاکنو او عمراني پروژو ته د زمینې برابرولو او نورو موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې او د تر سره کېدا جدي غوښتنه یې ترې وکړه.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د دواړو ولایتونو قومي مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته یې لارښوونه کړې ده چې د کندز او بغلان په ګډون د ټولو ولایتونود هغو رئیسانو او د ادارو د مسوولانو پرځای چې له پنځو کالو څخه زیات په دنده پاتې شوي وي، د ازاد رقابت او مشارکت له لارې وړ او مستعد کسان وګوماري.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې په ناامنه سیمو کې د امنیت د راوستو او همدارنګه د غیر مسوولو وسله والو په خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر د کرنې، عامې روغتیا، د کور او ښار جوړولو او د انرژۍ وزارتونو مسوولینو او د خپلواکو ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د ژمې له را رسېدو مخکې مالدارو ته واښه او غنم و وېشي، کلینکونو ته توجه وکړي، بند ښوونځي فعال او ودانیو جوړولو ته یې لومړیتوب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي