د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب ایران کې د پنخو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونده کې د ګدون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبې د تلې ۴ مه ایران ته تللی دی.
په دغه غونده کې د افغانستان، ایران، هند، چین او روسیې د ملي امنیت سلاکاران برخه لري او ناسته یې هم د یوې ورځې له پاره ده.
د ملي امنیت شورا سلاکار قادرشاه وايي، په دغې يوه ورځنۍ امنيتي غونډه کې به د نورو مسلو سربیره د داعش وسله والې ډلې په اړه هم بحث وشي.
نوموړي وايي، د دې ناستې هدف په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې د بسټ پالنې له منځه وړلو او په ځانګړي ډول د داعش د فعالیتونو د مهار کولو دي.
قادرشاه زیاته کړې، چې ښاغلي محب به د دغه غونډې سربېره د یادو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو سره جلا جلا ناستې هم ولري او پر امنیتي مسایلو به ورسره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل