۰

د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو لګښت او د ټاکنیزو مبارزو کړنلاره اعلان کړه

چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیز لګښت کچه او دغه راز د ټاکنیزو مبارزو کړنلاره مشخصه او اعلان کړه.
د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو لګښت او د ټاکنیزو مبارزو کړنلاره اعلان کړه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیز لګښت کچه او دغه راز د ټاکنیزو مبارزو کړنلاره مشخصه او اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي نن چهارشنبې د تلې ۴ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د نوماندانو مبارزاتي کړنلار او د لګښت کچه د ټاکنو قانون د ۷۲ مې مادې سره سم مشخصه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د نوماندانو د ټاکنیز لګښت تر ټولو کم کچه په لوګر ولایت او تر ټولو لوړه هغه یې پلازمېنه کابل کې ټاکل شوې ده او دا هر څه د ټاکنیزو حوزو د مساحت، جغرافیايي موقعیت او رایه ورکوونکو شمېر ته په کتو ټاکل شوي دي.

د هغه په وینا په لوګر ولایت کې نوماندان کولای شي د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې له ۸۰۰ زره تر ۹۲۰ زره پورې خو په کابل کې له دوه میلیونه او درې سوه زره نیولې تر دوه میلیونه او ۶۵۰ زره پورې لګښت وکړي.

د ټاکنو د کمېسیون ویاند دا هم و ویل، چې نوماندان باید د قانون د ۷۷ مې مادې سره سم د خپل لګښت د تمویلي سرچینو او لګښت په اړه کمېسیون ته دقیق راپور ورکړي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ په رسمي ډول پیل شي او د تلې میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې به دوام وکړي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، نوماندان اړ دي، چې په دې دوره کې ولایتونو ته د سفر او یا هم غونډو جوړلو پر مهال د کمېسیون له کړنلارې سره سم عمل وکړي او د خپل امنیت په خاطر ولایتي ادارې او کمېسیون په جریان کې واچوي.

هاشمي و ویل، چې نوماندان باید د ټاکنیز کمپاین پر مهال له هر ډول قومي، سمتي، مذهبي، ژبنیز او نورو قانون خلاف کړنو څخه جدي ډډه وکړي، او خپل بېنرونه، عسکونه او پوسټرونه په هر ځای کې ونه لګوي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې نوماندان اړ دي تر ټاکنیز کمپاین وروسته له ښارونو څخه خپل ټول بېنرونه، عسکونه او پوسټرونه راټول کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي