د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغان دیني عالمانو د سراسري شورا یو ۷ کسیزه پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان ته د دیني عالمانو د پلاوي د سفر موخه دا په ګوته شوې، چې هغوی د پاکستان عالمانو سره د یوې ګدې غونډې پر جوړولو خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، په دغه ګډه غونډه کې افغان پاکستاني دیني عالمان د اسلام له نظره افغانستان کې د روانې جګړې پر څرنګوالي بحثونه وکړي.
نوموړي و ویل، چې د افغان پلاوي مشري مولوي عطاالله لودین کوي او د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن هم ورسره دی.
د هغه په وینا دغه غونډه به د دواړو هېوادونو د جیدو او وتلو دیني عالمانو تر منځ کېږي او ټولې خبرې به یې د افغان جګړې پر څرنګوالي او سوله راڅرخي.
دی وايي، د دغه غونډې پر جوړېدو د اندونیزیا د دیني علماو په تیر کانفرانس کې موافقه شوې وه او تر راتلونکو دوه ورځو به د دې ګډې غونډې د جوړیدو په اړه د روانو خبرو او سلامشورو نتیجه څرګنده شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورو پر اساس طالبانو وار د مخه د پاکستان له دیني عالمانو په یوه لیک کې غوښتي، چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.
راپورونه وايي، دا چې په دې غونډه کې به د افغان جګړې پر دیني اړخ خبرې او بحث وشي نو طالبانو له همدې وېرې له پاکستاني عالمانو غوښتي، چې په دغه غونده کې ګډون ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل