۰

افغان پوځ هلمند کې د ځانمرګو د روزنې یو مرکز له منځه وړی

یکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو پر پټنځایونو او د ترهګرو پر یوه مرکز ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.
افغان پوځ هلمند کې د ځانمرګو د روزنې یو مرکز له منځه وړی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو پر پټنځایونو او د ترهګرو پر یوه مرکز ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د تلې ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه عملیات د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې تر سره شوي.

خبرپاڼه کاږي، چې په دې عملیاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور شکمن کسان نیول شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو د ځانمرګو د روزنې یو مهم مرکز او دغه راز شپږ نور پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۴ عرادې موټر او ۲۷ عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي