د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو د معنوي پلار په نوم پېژندل کېږي له چین غوښتي، چې افغان سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې ستر رول ولوبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمیع الحق دغه څرګندونې له بلومبرګ خپرونې سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې په سیمه کې د چین رول د امریکا په نسبت ډېر د پاملرنې وړ دی.
یوې نړېوالې رسنۍ راپور ورکړی دی چې د پاکستان د جماعت علمای اسلام د ډلې مشر مولانا سمیع الحق له چین غوښتي چې د سولې خبرو ته د افغان طالبانو په چمتو کولو کې ستر رول ولوبوي.
بلومبرګ وايي، مولانا سمیع الحق چې د«طالبانو د پلار » په نوم پیژندل کېږي، او دا مهال له دې ډلې سره ډېرې نژدې اړیکې لري، له طالبانو سره په خبرو کې چین د منځګړیتوب لپاره غوره بدیل بللی دی.
په ورته وخت کې یادې خپرونې دا هم زیته کړې، چې چین د افغانستان د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن دی او غواړي چې د دې هیواد د کړکېچ په هواري کې منځګړیتوب وکړي.
جمهورخبري آژآنس:کابل