۰
ډاکتر عبدالله:

نړیوال بنسټونه دې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي

پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر نړیوالو بنسټونو غږ کړي، چې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي.
نړیوال بنسټونه دې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر نړیوالو بنسټونو غږ کړي، چې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له خپلو قدرتونو په استفادې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي او کارنده هلې ځلې وکړي.

نوموړي ویلي په غونډو، کنفرانسونو او دې ته ورته فعالیتونو افغانستان ته سوله نه راځي، بلکې نړیوال بنسټونه دې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي او په دې توګه دې نړیوالې سولې ته زمینه برابره کړي.

عبدالله دغه څرګندونې له امریکا غږ انګلیسي سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د جګړې زیانونه ټولې سیمې ته اوښتی او زیاته کړې یې ده «دغه جګړه څلوېښت کاله کېږي چې روانه ده او هر افغان یې ځورولی دی.»

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ټینګار کړی سره له دې چې د حکومت وسله وال مخالفین خونړۍ جګړې ته ادامه ورکوي، خو افغان حکومت بیا هم د سولې لپاره هڅې او فعالیتونه جاري ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي