۰
یوناما:

په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۷۸۹ ملکي افغانان وژل شوي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۷۸۹ ملکي افغانان وژل شوي
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه په تازه خپار کړي راپور کې ویلي، چې یوازې د وران میلادي کال په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۸۰۵۰ ملکي افغانانو ته د جګړې او بریدونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د جګړې، ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او نورو امنیتي پېښو له امله ۲۷۸۹ ملکی افغانان وژل شوي او کابل ۵۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.

راپور کې لیکل شوي، یادې مرګ ژوبلې ته په کتو د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره ده.

راپور کې راغلي چې یادو ملکیانو ته ډېری مرګ ژوبله د حکومت ضد وسله والو لخوا اوښتې ده.

یوناما په دغه راپور کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې د ملکیانو د ژوند خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت د دغه ادارې مشر د دغه راپور د خپرولو پر مهال و ویل، افغان جګړه نظامي حل نه لري نو غوره به وي، چې د افغانستان د قضیې د حل په برخه کې له سوله ییزو لارو هڅې لا ګړندۍ شي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي