۰
نشنل انټرسټ:

افغانستان کې سولې ته رسېدو نښې نښانې لیدل کېږي

یکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې او د سولې نښې نښانې لیدل کېږي.
افغانستان کې سولې ته رسېدو نښې نښانې لیدل کېږي
نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان سولې ته هیلې ډېرې شوې او د سولې نښې نښانې لیدل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې مقاله کې راغلي، څو داسې نښې نښانې شته چې ښيي امریکا او افغان حکومت په عملي توګه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.

ځکه د نشریې په خبره نړیوال په دې پوهېدلي چې د افغانستان امنیت د ټولو خواوو په ګټه دی.

نشریه وايي، د ځانګړو ځواکونو له لوري پر طالبانو د بریدونو ډېرېدل، له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو پیلېدل او د افغانستان له سولې د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ هغه څه دی چې ښيي د افغانستان سوله نږدې شوې ده.

په مطلب کې لیکل شوي اروپا، منځنۍ اسیا، امریکا، روسیې، چین او نورو ښکېلو هېوادونو دا درک کړې ده چې امن افغانستان د ټولو په ګټه دی.

بل خوا د سرچینې د معلوماتو له مخې ډېری طالب قومندانان له جګړو ستړي شوي دي او غواړي د سولې لار خپله کړي.

نشنل انټرسټ همدا راز زیاتوي چې عام افغانان هم له جګړو ستړي شوي دي او لنډمهاله اوربند وښوده چې افغانان له جګړو نفرت لري او نور باید د سولې فضا رامنځ ته شي.

دغه نشریې یاده مقاله پر داسې مهال خپره کړې، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي له امریکايي پلاوي سره دې موافقې ته رسېدلي، چې د ستونزو د دایمي حل له پاره به خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د سیاسي دفتر مشر الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړو شیخ شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف ، الحاج محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.

طالبانو دا هم ویلي، چې د امریکا له خوا د پلاوي مشري د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کوله او طالبانو په خپلو خبرو کې د اشغال پر خاتمه او او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې داسلامي امارت استازو د مشکلاتو د حل او واقعي امن په راتلو کې د خارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری.

د مجاهد په وينا په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي