۰

کورنیو چارو وزارت پر هوتک د برید د جدي څېړلو امر کړی

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۳
کورنیو چارو وزارت د افغانستان پر یوه رزمي اتل یا فري فایټر احمدي ولي هوتک د شوي برید د جدي څېړلو امر کړی دی.
کورنیو چارو وزارت پر هوتک د برید د جدي څېړلو امر کړی
کورنیو چارو وزارت د افغانستان پر یوه رزمي اتل یا فري فایټر احمدي ولي هوتک د شوي برید د جدي څېړلو امر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه افغان اتل تېره شپه ناوخته د کابل د حسین خېلو په سیمه کې د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

راپورونه وایي، نامعلومه وسله والو کسانو لومړی د احمد ولي هوتک پر موټر د تمانچې ډزې کړې او وروسته چې د هغه موټر چپه شوی، پر دغه یې د چړې ګزارونه کړي دي.

احمدي ویلي تر دې وروسته د درملنې په موخه ایمرجنسي روغتون ته وړل شوی، چې د روغتیاپالانو په وینا اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

کورنیو چارو وزارت پر احمدي ولي هوتک برید په کلکه غندلی او د دغه برید د جدي څېړنو امر یې کړی دی.
د کورنیو چاورو وزارت وایي، امنیتي او کشفي ارګانونه به ژر تر ژره د ام ام اې پر دغه مشهور افغان لوبغاړي برید کوونکي وپېژني او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

په ټولینزو رسنیو کې هم پر احمد ولي د برید له امله توغند غبرګونه راپارېدلي او دا یې له انسانیت څخه لرې کار بللی دی.

د خواله رسنیو کارونکو پر حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره پر اتلانو برید کوونکي ونیسي، د قانون منګولو ته یې وسپاري او ولس ته یې په اړه معلومات ورکړي.

د فسبوک ګڼو افغان کاروونکو نه یوازې پر احمد ولي هوتک دغه برید په کلکو ټکو غندلی بلکې په امنیتي ځواکونو یې هم نیوکه کړې، چې د خلکو په امنیت کې پاتې راغلې دي.

باید و ویل شي، چې احمد ولي هوتک په امریکا کې تر څو میاشتو تمرین وروسته تازه هېواد ته راستون شوی وو او ټاکل شوې وه، چې نن مسکو ته د یوې سیالۍ له پاره ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي