۰
ملګري ملتونه:

درې میلیونه افغانان له قحطۍ سره مخ کېدونکي دي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
ملګرو ملتونو وايي، افغانستان کې د سختې وچکالۍ، فقر او جګړو په میلیونونو افغانان د خوړو له نشتوالي سره مخامخ کړي دي.
درې میلیونه افغانان له قحطۍ سره مخ کېدونکي دي
ملګرو ملتونو وايي، افغانستان کې د سختې وچکالۍ، فقر او جګړو په میلیونونو افغانان د خوړو له نشتوالي سره مخامخ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو پرون دوشنبې د تلې ۲۳ مه خبردارۍ ورکړی، چې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د وضعیت د لا خرابېدو خبردارۍ ورکړی او ویلي یې دي، چې که دغه کسانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي نو له قحطۍ سره به مخ شي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو هم آهنگ کوونکي توبي لانزر د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي، ویلي ملگري ملتونه هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو په جلبولو سره لږ تر لږه د ۲،۵ میلیون افغانانو سره چې غذایي توکیو ته سخته اړتیا لري د روان کال د دسمبر تر نیمایي پورې مرسته وکړي.

د هغه په وینا هغه خلک د ورځې یواځې په یو وخت خواړو چې هغه هم اکثر وچه ډوډۍ او چای دی، ژوند کوي.

دی وایي، درې میلیونه کسان د غذایي مصونیت د نشتوالي له درکه په څلورمه درجه کې دي چې دا د قحطۍ نه یواځې یو درجه وړاندی حالت دی او جدي اقدام ته اړتیا لري.

د ده په خبره تېره میاشت مرسته رسونکو ډلو د اړو خلکو د جملې نه۶۰۰ زرو کسانو ته غنم، غوړي او عدس ویشلي دي او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر پایه ۶۰۰ زرو نورو سره هم ورته مرستې وشي.

لانزر وايي، په افغانستان کې اته میلیونه نور خلک د غذایي بحران په دریم پړاو کې ژوند کوي او د ماشومانو ترمنځ د سؤ تغذیې کچه خورا لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره هم وايي، چې د وچکالۍ له امله شل ولایتونه د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

د دغه ادارې په وینا سلګونه زره کورنۍ د جګړو او وچکالۍ له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړشوي چې عاجلو خوراکي موادو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي