۰
اکرم خپلواک:

په ټول افغانستان کې د سولې له پاره ملاتړ رامنځ ته شوی

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۹
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک وايي، د سولې له پاره په ټول هېواد کې ملاتړ رامنځ ته شوی دی.
په ټول افغانستان کې د سولې له پاره ملاتړ رامنځ ته شوی
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک وايي، د سولې له پاره په ټول هېواد کې ملاتړ رامنځ ته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د ، د پوهنتونونو له استادانو، د نظرله خاوندانو او د رسنیو له یو شمېر استازیو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکړې.

د دغه غونډې موخه د سولې په تړاو د هېواد د بېلا بېلو قشرونو د نظریاتو راټولو او ترې د سولې له پاره د یوه جامع میکانېزم رامنځ ته کول دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک و ویل، دغه شورا هڅه کوي، چې د ټولو پاړکیو نظریات راټول کړي او داسې یو میکانېزم ترې جوړ کړي، چې پر مټ یې سولې ته لار هواره شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې د رتګ له پاره اسلامي او مذهبي فتوا هم شته، علماء او مذهبي بنسټونه په دې سلا دي او دغه راز په ټول افغانستان کې د سولې لپاره ملاتړ رامنځته شوی دی.

باید و ویل شي، چې د سولې عالي شورا تر دې څو ورځې وړاندې له جهادي مشرانو او سیاسیون سره هم د سولې په تړاو یوه مشورتي غونډه درلوده.

دغه غونډې وروسته له هغې پیل شوې، چې امریکا د افغان سولې له پاره زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه او هغه هم د سولې په خاطر، کابل، اسلام آباد، ریاض، دوحې ته سفرونه وکړل او پر چارواکو سر بېره یې قطر کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي