۰
د ملي امنیت رییس:

پر جنرال رازق برید کوونکي له پولې پورې غاړې تلېفوني اړیکه درلوده

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، هغه بریدګر چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یې و واژه پر هغه تر برید څو دقیقې وړاندې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې له ځينو کسانو سره تلېفوني خبرې کړې دي.
پر جنرال رازق برید کوونکي له پولې پورې غاړې تلېفوني اړیکه درلوده
د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، هغه بریدګر چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یې و واژه پر هغه تر برید څو دقیقې وړاندې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې له ځينو کسانو سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي، چې نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه کندهار کې یوې خبري غونډې ته د جنرال عبدالزاق د وژل کېدو د پېښې په تړاو معلومات وړاندې کول و ویل، هغه کس چې پر جنرال رازق یې برید کړی، په جعلي پېژندپاڼه او جعلي نوم د کندهار د والي ساتونکی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کس پر جنرال عبدالرازق تر برید پنځه دقیقې وړاندې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې کسانو سره اوږدې خبرې کړې دي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه نکړل.

د ملي امنیت رییس په دې خبري ناسته کې دا هم و ویل، چې د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي دي، چې پوښتنې ترې رواندې دي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت یو چارواکی د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو په اړه معلومات ورکوي، خو له دې وړاندې داسې اوازې وې، چې ګڼې جنرال رازق د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

خو د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونده کې دا خبرې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې دا دې دښمن یو دسیسه او شایعه ده.

د هغه په وینا د جنرال رازق په وژنه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت لاس نه لري، بلکې دښمن غوښتل پر جنرال رازق په برید سره ټاکنې ګډوډې او له ستونزو سره مخ کړي.

باید و ویل شي، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل د تېرې پنشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې غونډې وروسته د ولایت په انګړ کې د والي د ساتونکي له خوا په ډزو و وژل شول.

په دغه برید کې د کندهار والي جنرال زلمی ویسا هم ټپي شو، خو د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر له دغه بریده روغ ووت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي