۰

د فاریاب شرین تګاب کې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبولي دي.
د فاریاب شرین تګاب کې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه ۹ بجې د شرین تګاب ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو غوښتل، چې دغه ولسوالي ونیسي خو د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او له درنې مرګ ژوبلې وروسته یې پېښې له سیمې سپکې کړې دي.

خبرپاڼه وایي، په سیمه کې جګړې ۳ ساعته دوام درلود، چې په ترڅ کې د یوه قوماندان قاري ذبیح مشور په جندالله په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور یې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دغه درې ساعته جګړه کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې د جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوي هاوان او راکېټ مرمۍ د استوګنې په څلورو کورونو لګېدلې خو ښه ده مرګ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:شمال



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي