ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر او وروسره پلاوی نن سهار یکشنبې د لړم ۶ مه هلمند ولایت ته رسيدلی دی.
ولسمشر به د هلمند ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او متنفذینو، علماو، ښځو، ځوانانو، د ولایتي شورا استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا ناستې ولري.
باید و ویل شي، چې دا ولایتونو ته د ولسمشر د سفرونو په لړ کې تر سره شوی سفر دي.
ولسمشر به د جنرال عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي کورنیو ته د فاتحې تر څنګ له هغوی سره غم شریکي هم وکړي.
جنرال عبدالجبار قهرمان د تېرې تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه په لښکرګاه ښار کې په خپل ټاکنیز دفتر کې د یوې چاودنې په ترڅ کې و وژل شو، خو صالح محمد اڅکزی چې هم ولسي جرګې ته نوماند و تر قهرمان څو ورځې وړاندې په همدې لښکرګاه ښار کې په ځانمرګي برید کې و وژل شو.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د تېرې پنشنبې په ورځ کندهار ولایت ته هم د جنرال عبدالرازق د فاتحې او د هغه له کورنۍ سره د غم شریکۍ په موخه دغه ولایت ته ورغلی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل