۰

کابل پولیسو د غلو دوه خطرناکې ډلې نیولې دي

دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې د غلو دوه خطرناکې او حرفه يي ډلې نیولې دي.
کابل پولیسو د غلو دوه خطرناکې ډلې نیولې دي
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې د غلو دوه خطرناکې او حرفه يي ډلې نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د لړم ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غلو دغه خطرناکې ډلې پرون د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوې دي.

سرچینه کاږي، د غلو لومړۍ نیول شوې ډله کې څلور تنه غله دي، چې کابل ښار او شاوخوا سیمو کې یې په وسله والو غلو کې لوی لاس درلود.

په خبرپانه کې ویل شوي نیول شویو غلو د موټر تښتونې په څو پېښو کې هم لاس درلود، چې پرون د پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له دوی څخه دوه عرادې غلا کړي موټر، ۲۸۶ جلد د تابعیت پېژندپاڼې، دوه پایې مخابرې، یو میل تومانچه او یوه اندازه نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې پولیسو د غلو یوه بله پنځه کسیزه ډله چې د یوه سراچه موټر په وسیله یې د مسافرو او نورو خلکو مالونه او پیسې لوټلې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه غلو به کابل ښاریان په واټونو کې په همدې ټکسي سراچه کې سپرول او تر څه وړاندې تګ وروسته به یې له هغوی څخه پیسې او نور قیمتي شیان لوټل.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې دغه غله هم پرون د کابل ښار په درېیمه حوزه کې باالفعل د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي