۰
د امریکا دفاع وزیر:

افغانستان کې له سولې وروسته د امریکايي ځواکونو پر رول بحث کېدای شي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د امریکا دفاع وزیر جنرال جېمز متیس وايي، په افغانستان کې د سولې تر راتګ وروسته د امریکايي ځواکونو پر رول په مشروط ډول بحث کېدای شي.
افغانستان کې له سولې وروسته د امریکايي ځواکونو پر رول بحث کېدای شي
د امریکا دفاع وزیر جنرال جېمز متیس وايي، په افغانستان کې د سولې تر راتګ وروسته د امریکايي ځواکونو پر رول په مشروط ډول بحث کېدای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس پرون د اکتور ۳۰ مه واشنګټن کې د سولې انسټېټیوټ کې د وینا پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د سولې تر تړون وروسته به له افغان حکومت سره په همغږۍ د امريکايي ځواکونو پر رول خبرې وکړي.

جنرال متیس و ویل، چې د افغان سولې له پاره د امریکا نوي ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد د سولې او ملي پخلاینې په موخه سختې هلې ځلې پیل کړې دي.

د هغه په وینا د سولې له پاره دا هلې ځلې د سویلي آسیا له پاره د امریکا د تګلارې یوه برخه ده او امریکا په افغانستان کې د سولې څخه ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم ستایلي، چې په وینا یې اوس په پښو درېدلي او د خپل دښمن پر وړاندې یې بریاوې تر لاسه کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی، چې افغان ځواکونو په وار وار دا ښودلې چې دوی کولی شي د خپلو سیمو امنیت په خپله خوندي کړي.

د امریکا دفاع وزیر د افغان سولې په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پاکستان د امریکا په غوښتنه د طالبانو د پخواني مشر مرستیال ملابرادر هم له زندانه خوشی کړی دی.

راپورونه وایي، ملا برادر هم د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو خوشی شوی دی.

په ورته وخت کې طالبانو هم د ملا برار خوشي کېدل او دغه راز د سولې د خبرو په موخه د ګوانتانامو زندان پخواني بندیان او طلب مشرنو له قطر دفتر سره د یو ځای کېدو پخلی کړی دی.

طالبانو ویلي، چې ملا خیرالله خیرخوا، ملا عبدالحق واثیق، ملا نورالله نوري، ملا فضل مظلوم او محمد نبي عمري له ګوانتنامو څخه خوشي شویو طالب مشرانو استراحت کړی او اوس وخت دی چې د طالب مرکچیانو په توګه په خبرو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي