سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو هغه ماشومان د وسله والو له منګولو راخوشي کړي، چې د تروریستي اعمالو تر سره کولو پاره یې تښتولي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا وسله والو پنځه ماشومان د تروریستي اعمالو تر سره کولو په خاطر تښتولي و، خو دا چې څه وخت او د زابل له کومې سیمې په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
خو وایي، دغه ماشومان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې راخوشي شوي او په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیا ویلي د دغو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو په شااوخوا کې دي او ترورېستانو غوښتل چې په ترورېستي اعمالو کې استفاده وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو پرون جمعه د لړم ۱۱ مه د دې ماشومانو د خوشي کېدو له پاره عملیات کړی، چې هغوی یې راخوشي کړي او وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
ګل اسلام سیال وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقه شمېر نه دی ورکړی او نه هم وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل